۴۲ټڼه نشه اي اوكيمياوي توكي وسوځول شول

په كندهاركي دولايتي مسئولينولخوا:
۴۲ټڼه نشه اي اوكيمياوي توكي وسوځول شول


يادشوي نشه اي مواددكندهارولايت پوليسودكندهارښاراو ولسواليوپه بېلابيلوسيموكي دتصفيوي عملياتواوتلاښۍ پرمهال نيولي دي.


نيول شوي نشه اي اوكيمياوي مواد پداسي حال كي له منځه يووړل شول چي كندهاروالي رحمت الله رؤفي، امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله قاطع، دسهيل لويديځ زون دپوليسوقوماندان جنرال غلام علي وحدت، دپوليسودروزني دمركزمشرجنرال نصرالله ظريفي اوګڼ شمېرنظامي اوملكي منسوبين حاضروه.


كندهاروالي رحمت الله رؤفي خبريالانوته وويل چي دغه بشرضد مواد دتيريوه كال په موده كي دكندهارولايت پوليسودخپلورښتينوهلوځلوپه نتيجه كي ترلاسه كړي اوپدې هيله يي له منځه وړوچي دغه بشرضداوروغتياضدمواد نور زموږله ټولني محوه اوورك شي، ښاغلي روفي پدې لاره كي دپوليسوخدمتونه وستايل.


كندهارامنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله قاطع خبريالانوته دنيول شويوموادوپه اړه معلومات وركړل، ښاغلي قاطع وويل چي په دغوموادوكي ۱۵ ټنه چرس، يوټن هيروئين، ۲۲ ټنه سوډاالمونيم (په چاوديدونكوتوكوكي ورڅخه استفاده كيږي) يوه اندازه تارياك، تيزاب اوالكولي مشروبات شامل دي.
ښاغلي قاطع هوډوښودچي نوربه هم دمخدره موادپرضدخپلي هلي ځلي تيزوي اوكوښښ به كوي چي ددغوموادودكركيلي اواستعمال پوره مخه ونيسي.