په كندهار كي د درد ناكي بمي چاودني انځورونه
2008-11-15 05:00:34
دكندهارښارپه زړه كي:
موټربم چاودني ۴۸ تنوته مرګ ژوبله واړول

دكندهارښارپه زړه كي نن غرمه څه كم دوولس بجې دولايتي شوراي دودانۍ شاته يو زوروره چاودنه وشوه چاودنه چي په خپل ډول كي دمحبس له چاودني وروسته ډيره ويجاړونكې وه پكي ۴۸ تنوته دمرګ ژوبلي اړولوترڅنګ يي زيات شميرودانيوته هم زيان واړاوه، دچاودني ډېرۍ قربانيان دولايتي شوراي ددفترمخي هغه ناست كسان ووچي دولايتي شوراي ودانۍ ته دتللوپه انتظاروه...

كندهاروالي رحمت الله رؤفي له پيښي وروسته خبريالاتونه دپيښي په اړه معلومات وركړل، ښاغلي رؤفي په چاودنه كي دټپيانوشميره ۴۲ اودشهيدانوشميره يي ۶ تنه وښوده ، په شهيدانوكي دوه تنه دملي امنيت سرتيري، يوه ښځه اودوه تنه نورملكي هيوادوال شامل دي، دټپي شويوكسانوپه اړه ښاغلي رؤفي وويل چي داكسان دولايتي شوراي ددفترمخي ته انتظارناست وه چي له چاودني وروسته له دغي پيښي سره مخ شول، ښاغلي رؤفي دډيرو ټپيانوحالت ښه وباله اوپه وينايي چي له لومړنيوطبي خدمتونووروسته يي ډيره برخه له روغتونه رخصت شويدي.

دكندهارولايت دولايتي شوراى رئيس دپيښي په اړه رسنيوته وويل چي دا يوه موټربم چاودنه وه چي ديوه مازدا ټانكرموټرپه واسطه ترسره شوه، ښاغلي كرزي وويل چي نن چهارشنبه دولايتي شوراي نوبتي غونډي جريان درلودچي دغه پيښه رامنځته شوه، دده په ويناله چاودني سره جوخت دنارنج ماڼۍ سخته زيامنه شوه اودشوراي دڅلوروغړوپه ګډون يي ددې ادارې ډيرى كاركوونكي هم ټپيان كړل، دشوراي په ټپي شويوغړيوكي يي دوي تني ښځي اودوه تنه نارينه شامل دي، ده وويل چي دټپي شويوكسانوټپونه سطحي دي اوډيرژربه له روغتونه رخصت شي.
ښاغلي كرزي هوډوښودچي داډول چادوني ددوي پرعزم كوم اغيزنلري اوپه پوره لېوالتيابه خپلوكارونوته دوام وركوي.

په پيښه كي يوه تن زخمي شوي دكندهارملي راډيوتلويزيون ته وويل چي دوي دولايتي شوراي ددفترمخي ته پدې اتنظارناست ووچي دشوراي له غړوسره ووينواوخپله ستونزه ورسره شريكه كړو، ده وويل چي دوي لاانتظاركاوه چي يوه زوروره چاودنه رامنځته شوه، دده په ويناله ده سره ناست ډيري كسان په دغه چاودنه كي سطحي زخميان شوه.

دپيښي په اړه دورستيومعلوماتوله مخي كندهاروالي په ميرويس روغتون كي دټپي شويوكسانوڅخه دليدني پرمهال دكندهاردملي راډيوتلويزيون خبريال ته ويلي چي له ټپي شويوكسانوڅخه يوازي په روغتون شپږكسان بستراونورټوله كورونوته رخصت شويدي.
وروسته كندهاروالي دپيښي له ځايه څخه هم ليدنه وكړه.