په كندهاركي نجوني په ډاډه زړه ښوونځيوته ځي
2008-11-17 02:01:29

دا چي شاوخوا يوه اونۍ مخكي دكندهار ښار لويديځ لوري ته دميرويس مېني دانجونو دليسي پر پنځلسو تنو ښځينه زده كوونكو باندي ښوونځۍ ته دتګ پر مهال تيزاب وشيندل سوه ډيري كورنۍ په دي تشويش كي كړي چي ددوي ښځينه زدكوونكي به هم ددا ډول ناوړو كارونو ښكار سي او دا ګنګوسي هم دي چي ښوونځيو ته دښځينه زده كوونكو تګ كم سوي دي او خپلو كورنيو له ښوونځيو څخه منع كړي دي .

خو دپوهني رياست اداري مرستيال نجيب الله احمدي وايي چي اوس مهال ټولي هغه زده كوونكي چي ددوي په ښوونځيو كي شموليت لري ښوونځيو ته ځي او په مينه مينه خپلي زده كړي پر مخ بيايي خو بيا يي هم ددوي دسالمي ساتني دپاره امنتي تدابير نيولي دي .

احمدي دخپلو خبرو په دوام ټولو كورنيوته ډاډ وركړ چي په ډاډه زړه خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي او دزده كړي له ګټور او خوږ نعمت څخه يي برخمن كړي.
دميرويس مېني دانجونو دليسي چي خپله يي دزه كوونكو پر مخونو تيزاب شيندل سوي وه يوه ښوونكې وايي چي ددوي ښوونځۍ ته په بشپړ ډول ښځينه او نارينه زده كوونكي ورځي او خپله ورځنۍ زده كړي پر مخ بيايي خوبيا هم ددوي دښي ساتني دپاره دامنتي پوليسو له خوا كلك امنتي تدابير نيول سوي دي .

دياوني وړ ده چي دتيري چهار شنبي په ورځ دكندهار ښار لويديځ لوري ته دميرويس مېني د انجونو دښوونځۍ پر پنځلسو ښځينه زده كوونكو باندي دنا معلومو كسانو له خوا تيزاب وشيندل سوه چي له كبله يي شپږ تني انجوني سختي زخمياني سوي خو دپوهني رياست مسوولين وايي چي اوس مهال يي روغتيايي حالت دډاډ وړ دي .