ولسمشر: پرنجونوتېزاب شيندونكي به اعدام شي
2008-11-17 02:02:58
ولسمشر: پرنجونوتېزاب شيندونكي به اعدام شيد افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي وويل چي په کندهار کي د ښوونځي په زده کوونکو نجونوباندي دتيزابو د شيندلو عاملين به په عام محضر کي اعدام شي د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخي حامدکرزي چي نن يي د جمهوري رياست په ماڼي کي له خبريالانو سره په يوه مطبوعاتي ناسته کي خبري کولي دکندهار ولايت د نازو انا ليسي په زده کوونکو نجونو باندي دتيزابو شيندونکي وغندل او دغه غير اسلامي او غير انساني عمل يي دهغو کسانو کار وباله چي نه غواړي ددي خاوري بچيان دعلم خاوندان او داخاوره دپوهي اوپرمختګ له لاري په خپلو پښو ودريږي . جمهور رئيس د نجونو په مخونو باندي دتيزابو شيندل ډارن عمل اودبي غيرتو کسانو کار وباله او هغوي يي دپرديو مزدوران وبلل چي غواړي افغانستان دتل لپاره د نورو احتياج واوسي . حامدکرزي وويل ددي خاوري دښمنان دي په دي پوه شي چي د افغانستان خلک د دوي په دا ډول ډارنو او شرموونکو عملونو هيڅکله هم نه ويريږي بلکي دعلم او پوهي دترلاسه کولو په لاره کي يي هوډ لاپياوړي کيږي . جمهور رئيس ډاډ څرګند کړ چي دنازو انا دليسي ټپي زده کوونکو نجونو ته به د زده کړي ښه شرايط برابر او هغو کسانو ته چي په دوي باندي يي تيزاب شيندلي دي له ديني عالمانو او دستري محکمي له چارواکو سره لاسلامشوري وروسته په عام محضر کي داعدام سزا ورکړي . حامدکرزي امريکا ته خپل سفراو دسولي دفرهنګ ترعنوان لاندي دوه ورځني کنفرانس چي دملګرو ملتو دسازمان په کوربه توب او دحرمين شريفن د خادم او دسعودي عربستان دباچا اعليحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزيز په نوښت په نيويارک کي جوړ شوي و داديانو په نږدي کيدو او دمذهبونو او فرهنګونو ترمنځ دخبرو اترو او ديوبل دپيژندني په خاطر ګټور وباله د هيواد جمهور رئيس هيله وکړه چي دسولي دفرهنګ دکنفرانس خبري اتري وکولاي شي د نړي دبيلابيلو ملتونو دخلکو ترمنځ دژوندانه ښه شرايط برابر او له يوبل سره له هيڅ راز توپير او تبعيض پرته په سوله کي ژوند وکړي حامدکرزي وويل په دغه دوه ورځني کنفرانس کي افغانستان خپل نظر څرګند کړ چي اوسني تاوتريخوالي مذهبي جرړي نه ، بلکي دا په تير مهال کي دسياسي هدفونو دترلاسه کولو لپاره ديو شمير سياستوالو دکار زيږنده دي جمهور رئيس د افغانستان ، پاکستان اوسعودي عربستان ترمنځ دري اړخيزه ناسته ډيره مهمه وبلله چي دحرمين شريفين دخادم اودسعودي عربستان دباچا اعليحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزيز په مشري سترسره شوه ، ده وويل په دي ناسته کي په سيمه کي دثبات اوپراختيا دراوستلو په اړه خبري وشوي له تروريزم سره دګډي مبارزي او ددري واړو اسلامي هيوادونو ترمنځ په لازياتي همکاري باندي ټينګار وشو . افغانستان اوپاکستان په سيمه او نړي کي دثبات ، عدالت ، او سولي دټينګښت په لاره کي دحرمين شريفين دخادم په رول باندي ټينګار وکړ او هغه يي وستايه او پريکړه وشوه چي دا ډول ليدني کتني به په راتلونکي کي هم دوام ومومي . حامدکرزي زياته کړه دبريتانيا هيواد ته دخپل سفر په ترڅ کي مو ددغه هيواد له صدراعظم دبهرنيو چارو ، دفاع او د نړيوال انکشاف له وزيرانو او له لوي درستيز سره په کتنو کي له تروريزم سره دګټوري مبارزي ، دملکي وګړو دسردزيان دمخنيوي او افغانستان او سيمي ته دسولي او امنيت د راوستو په اړوند خبري اتري وکړي . په دغو کتنو کي په لازياتي همکاري باندي ټينګار وشواو دغه هيواد له افغانستان سره دخپلو دوامدارو همکاريو ډاډ ورکړ . همدا راز په کتنه کي په دي باندي ټينګار وشو چي نړيوال دوستان بايد د افغانستان له منتخب دولت سره خپله همکاري لاپراخه کړي تر څو افغان دولت وکولاي شي دخپل هيواد ګوټ ګوټ تر خپلي واکمني لاندي راولي په دي خبري ناسته کي حامدکرزي له طالبانو سره دخبرو اترو په اړه ديوي پوښتني په ځواب کي وويل افغانستان له بل هر څه زيات سولي ته اړتيا لري له هري ممکني لاري چي وي افغانان بايد سولي ته ورسيږي . ده وويل موږ تل په افغاني طالبانو غږ کړي دي چي دخپل هيواد له وراني او دخپلو خلکو له وژلو لاس واخلي اوسوله ئيز ژوند پيل کړي . حامدکرزي يوځل بيا په افغاني طالبانو غږ وکړ چي نوردي خپل هيواد نه ورانوي او دخپلو خلکو له وژلو څخه دي لاس واخلي .