اوسنۍ غونډي دخيټي مړولوپه موخه جوړيږي
2008-08-21 08:57:59
اوسنۍ غونډي دخيټي مړولوپه موخه جوړيږي
څوورځي وړاندي په هيواد کي دملي يووالي دټنګښت ،دډيموکراسۍ پياوړي کول ، ددولت سره دملت داړيکو پراختيا،او مو کلينوته دمنتخبووکيلانو دترسره سوو کارونو دمعلوماتو ورکولو په موخه دودان افغانستان موسسي دلوري دکندهار په منډيګک ماڼي کي دښاراو ټولو ولسواليو مخورو سپين ږيرو ،مشرانو ،ددي ولايت ولايتي چارواکو،اومامورينو په ګډون يوه پراخه غونډه جوړه سوي وه:
غونډه دسهار د( 8 ) بجوپيل اودماپښين تر (2) بجو پوري يي دوام وکړي زه هلته ددي لپاره چي راډيو او ټلويږيون ته رپورټ جوړکړم ورغلي وم. په غونډه کي ديادسوو موضوعاتو په اړه ،دولتي چارواکو ،دولايتي شورا غړيواوقومي مشرانو بيلابيلي او هر اړخيزه خبري وکړي .ددي ناستي دپاي ته رسيدو سره سم دراغلو ميلمنو اوګډونوالو لپاره ښه عصري ډوډي هم تياره سوي وه او بالا خيره ټولو خپل نصيب ترستوني تيرکړ .ټولوچي خيټي مړي کړي نومي ديوتن قومي مشراو نامي شخصيت څخه وپوښتل .......صاحب نني غونډه ځنګه ارزوي ايا مثبت تاثرات به وشندي ؟
ولاکه خبر يم سرمي ولاکه په خلاص سويدي خبري خو ډيرو وکړي.
بيايي تر څننګ خپل ولاړ ملګري ته مخ ورواړاوه .........خانه دادنن دغونډي نوم څه شي وودڅه شي لپاره جوړه شوي وه ؟
ملګري يي هم چپه خوله پاتي سو او دده په څير مثبت دليل يي نه درلودها دچا په خبره هغه هم پخپلو اتو کي ډبل وو، بيايي وماته مخ را وګرځاوه ويل غونډه خو ښه خوندوره غونډه وه وريجي ،غوښي ،اومستي مووخوړي دده په خبره مالونه پراته وه مالونه مو ووهله کارسم وو ښه ښايسته مجلس وو ښه وو انشاألله ګټه به وکړي.
داښاغلي دلکونوځوريدلو........او هيله منو خلکوپه استازيتوب په دغه شان هره يوه غونډه کي ديوقومي او مخور شصيت په حيث ګډون کوي
اواولس هم همدغو مشرانوته سترګي په لاره دي چي ګواکي نوربه مو دروان کړکيچن حالت څخه وژغوري دغونډو مرکو او جرګودلاري به زموږپه سيمه کي دامن ،سولي اوورورولي لمن وغوړوي اونوربه مو مرور وړونه دوروروژني او نفاق خواتوري کړي ،هريو شخص به دخپل حق څخه برخمن کړي اودادهريوه افغان هيله ده.
اوس نوتاسو فکروکړي أيا داډول مشران چي داولس په استازيتوب په غونډوکي ګډون کوي او ها ددوي په خبره سريي هم نه په خلاصيږي زموږافغانانو هيلي به پوره کړي اوکه به خپلي خيټي مړي کړي
بسته نور نه پري ږغيږو مخکي به مشران لوي څښتن ته په دعا وه چي الله (ج) کشران مو رااصلاح کړي اوس به موږوايو چي خدايه مشران مو رااصلاح کړي
سيدعبدالباري (روحاني)
2008-2-5 کندهار